د افغانستان د کرکټ روزونکی انډیمولز د امریکا غږ سره په مرکې کې وایی اوس مهال د ۱۹ کلنو لوبډله د ودې په حال کې ده. هغه وایي د دې لوبډلې غړي په سختو تمرینونو بوخت
  • 6 years ago
د افغانستان د کرکټ روزونکی انډیمولز د امریکا غږ سره په مرکې کې وایی اوس مهال د ۱۹ کلنو لوبډله د ودې په حال کې ده. هغه وایي د دې لوبډلې غړي په سختو تمرینونو بوخت دي او د سپتمبر په اوله اونۍ کې به هند ته واستول شي تر څو هلته د هند ۱۹ کلنو لوبډلې سره سیالۍ وکړي. ښاغلی مولز وایي دا تمرینونه او په هند کې به د دوي سیالۍ دوی دې ته چمتو کړي تر څو په بندګله دېش کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته ښه چمتوالی ولري.
همدا راز د ۱۹ کلنو د ټیم یو غړی ریاض حسن وایي چې دا تمریناتي کمپ ورته ډېر ګټور و. حسن وايي دوی د اسیا کپ کې باید سویپ شاټونو ته ډېره اړتیا لري او په دې کمپ کې یې په یادو شاټونو ښه کار کړی دی.
نور حال په ویدیو کې وګورئ.
زیارمل هاشمي- امریکا غږ
Recommended