اصغراڅکزی: په اسمبلۍ کې لومړی د ۸م اګست د پېښې پر رپوټ د عمل غوښتنه کووسبا د اګست ۸مه په کوټه کې د هغې خونړۍ پېښې دوه کاله پوره کېږي، چې شاوخوا ۷۰ کسان پکې وژ

  • 6 years ago
اصغراڅکزی: په اسمبلۍ کې لومړی د ۸م اګست د پېښې پر رپوټ د عمل غوښتنه کوو

سبا د اګست ۸مه په کوټه کې د هغې خونړۍ پېښې دوه کاله پوره کېږي، چې شاوخوا ۷۰ کسان پکې وژل شوي وو او اکثر د دې صوبې وکیلان وو.
د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي کشر ورور عسکر خان هم په دې پېښه کې وژل شوی وو. اصغرخان چې اوس له چمن څخه صوبایي اسمبلۍ ته کامیاب شوی دی، وایي که په بلوچستان کې د حکومت برخه جوړېږي، نو لومړی کار به یې دا وي چې د سپریم کورټ له خوا د ۸م اګست د پېښې پر رپوټ عمل وشي.
له ښاغلي اصغر اڅکزي سره د وي.او.اې ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي مرکه کړې ده:

Recommended