د بي بي سي یوه ارزونه ښيي، د افغانستان زندیانونو کې د بندیانو روغتیايي وضعیت کړکېچن دی. یوازې تېر کال د کابل څرخي پله زندان کې تر سلو ډېرو ناروغو بندیانو د بېلا

  • 6 years ago
د بي بي سي یوه ارزونه ښيي، د افغانستان زندیانونو کې د بندیانو روغتیايي وضعیت کړکېچن دی. یوازې تېر کال د کابل څرخي پله زندان کې تر سلو ډېرو ناروغو بندیانو د بېلابېلو ناروغیو له کبله ساه ورکړې. د بي بي سي خبریال صفي الله امین زاده وايي، هر کال د بندیانو د روغتیايي وضعیت ښه کېدو لپاره نژدې ۲۰۰ زره امریکايي ډالر لګول کېږي. یعنې هر بندي ته په کال کې تر ۴۷۰ لږ افغانۍ!.

Recommended