د کراچۍ ښاروالۍ نظام کې ستونزو خلک له کړاو سره مخامخ ديکراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی، او چې کله ستونزې په کې پېښېږي، نو بيا یې اغېز هم ډېر لوی وي. د ځينو
  • 6 years ago
د کراچۍ ښاروالۍ نظام کې ستونزو خلک له کړاو سره مخامخ دي
کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی، او چې کله ستونزې په کې پېښېږي، نو بيا یې اغېز هم ډېر لوی وي. د ځينو ستونزو لامل یې بيا د ښاروالۍ په ټپه ولاړ نظام دی. تېرو څو لسيزو کې د ښاروالۍ ټاکنو کې تر ډېره د مهاجرو متحده قومي غورځنګ بريالی شوی، داسې حال کې چې همدې موده کې بيا پر سند صوبه د پيپلز يا خلکو ګوند واکمن و. د دغو دواړو ګوندونو ترمنځ د واګو وېش پر سر لانجو د کراچۍ ښاروالۍ نظام ناکاره کړی، چې له امله یې ښاريان کړېږي. نو کراچۍ کې دا څه راز دی، چې هر سياسي ګوند پرې د واکمنۍ سخته سيالي کوي.
Recommended